د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ایران تازه په راکټورونو کې د شل سلنې خالصو یورانیمو کارول پیل کړي دي چې دا له اټومي هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې که ایران په رښتیا د مذاکراتو نیت لري نو ښه به وي چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي ځکه دا هر څه به د وین مذاکراتو ته ګواښ جوړ کړي.
ایران بیا ویلي دوی له خپلو قانوني حقونو په استفادې په تازه اټومي فعالیتونو لاس پورې کړی دی او شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یې په دې اړه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته معلومات هم ورکړي دي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې ایران د اټومي فعالیتونو د پراختیا په لټه کې دی.