Home » سیمه او نړی » د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ د کووېډ-۱۹ په حساسه مرحله کې ده
رویداد خبري آژانس

د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ د کووېډ-۱۹ په حساسه مرحله کې ده

د روغتیا نړوال سازمان وایي، نړۍ د کرونا ویروس په ډېره حساسه مرحله کې ده.

د دې سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په جینواکې یوه انلاین کنفرنس ته وویل: “ما د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي چې یوځای سره کار وکړي، څو دا مساله یقیني شي چې راتلونکي کال په دې موده کې د نړۍ په هر هېواد کې اویا سلنه خلک واکسین شوي وي. دا د کرونا وبا د مخنیوي، د خلکو د ژوند ژغورنې، په واقعي بڼه د نړۍ اقتصادي رغونې ته د خوزښت تر ټولو غوره لاره ده او هم به په دې توګه د نورو خطرناکو لارو چارو مخه ونیول شي.”

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په خبره په هغو هېوادونو کې چې لږ واکسیونونه یې لګولي، په روغتونونو کې بیا د خلکو د ګڼه ګوڼو او ډک شوېو بسترونو ویرونکې صحنې لیدل کېږي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې نژدې ۱۸۳ میلیونه پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم نژدې څلور میلیونه وګړي مړه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...