Home » سیمه او نړی » اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست

اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست

د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ چې دا مهال عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، په دغه هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست.

د ليپېډ له لوري په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل بې ساری اقدام بلل شوی او له دې سره دا لومړی ځل دی چې اسرائيل د خليج په يوه هېواد کې خپل سفارت پرانيزي.

د سفارت پرانيستې مراسمو پرمهال د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ منځنی ختيځ خپل کور ياد کړ او و يې ويل، هېواد يې له ټولو ګاونډيانو سره د سولې غوښتونکی دی او په خبره يې له سيمې هم غواړي چې اسرائيل په رسميت وپېژني.

په ورته وخت کې د امريکا بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن هم په ابوظبۍ کې د اسرائيلو سفارت پرانيسته تاريخي اقدام بللی او دغه کار يې د عربي اماراتو اسرائيلو په اړيکو مؤثر بللی دی.

يار ليپېد پرون سې‌شبنه د (چنګاښ په ۸مه) د يوه لوړپوړي اسرائيلي پلاوي په مشرۍ عربي اماراتو ته ورسېد. ټاکل شوې چې په ابوظبۍ کې د سفارت له پرانيستې وروسته به نوموړی په دوبۍ ښار کې خپله قنسلګري هم پرانيزي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...