امریکا وایي پر ایران د ځینو بندیزونو د لرې کولو پر سر کار کوي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له دې ډلې یو هم د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د هغو بندیزونو لرې کول دي چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي دي.
امریکایي رسنۍ وایي ددغه بندیزونو لرې کول د ایران د اټومي مسئلې پر سر د روانو خبرو د ایراني لوري شرط دی.
ایراني لوري ویلي چې دا یې د هېواد یوه لوی او پیاوړي شخصیت ته سپکاوی دی او باید یاد بندیزونه لرې کړل شي.
امریکايي رسنۍ وايي چې د امریکا حکومت په خبرو کې د پرمختګونو لپاره اوس ددې او ځینو نورو بندیزونو پر احتمالي ختمولو خبرې کوي.