د اسرئيلو لومړی وزیر نفتالي بينيت د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې د ابرهيم رئیسي بريا په اړه خواشيني وښوده او نوموړی يې جلاد وباله.
بينيت چې پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) يې د کابينې لومړنۍ غونډه پرانېسته وويل، رئيسي په ايران او نړۍ کې پر دې مشهور دی چې د مرګ کميټې مشري يې کوله او له همدې کبله يې زرګونه بې ګناه ايرانيان وژلي دي.
نوموړي پر نړيوالو قدرتونو غږ کړی چې د رئيسي په مشرۍ د ایران له حکومت سره اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو په اړه ښه غور وکړي.
نفتالي بينيت زياته کړې چې دا ښايي نړيوالو قدرتونو ته وروستی فرصت وي څو په خبره يې پر دې پوه شي چې له چا سره معامله کوي.
ايران يو ځل بيا پرون د يکشنبې په ورځ په ويانا کې د اټومي تړون پر سر له امريکا سره په دې شرط مذاکرات پيل کړل، چې هوکړې ته د رسېدو په صورت کې به ترې بنديزونه لرې کېږي.
نړيوالو قدرتونو او ايران په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د ايران اټومي پروګرام مختګ بندولو په اړه هوکړه وکړه، خو د امريکا په شمول د هوکړې يو شمېر شاملو هېوادونو بيا ايران تورن کړ چې د يادې هوکړې خلاف عمل کوي.