د ماشومانو د خونديتوب نړېوالې ادارې يا (Save the children) په ميانمار کې د ښوونځيو او نورو ښوونيزو بنسټونو پر امنيتي وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا چار په نوموړي هېواد کې د زدهکوونکي خونديتوب له ګواښ سره مخ کولی شي.
د ميانمار د ښوونځيو او ښوونيزو بنسټونو د امنيت په اړه د يادې ادارې موندنې ښيي، چې په تېره می مياشت کې د نوموړي هېواد پر ۱۰۳ ښوونځيو او نورو ښوونيزو بنسټونو بريدونه شوي.
د ماشومانو د خونديتوب نړيواله اداره وايي، په دغو بريدونو کې له چاودېدونکو توکو او دغه راز له لاسي بمونو ګټه اخیستل شوې ده.
دې ادارې اندېښنه ښودلې چې پر ښوونځيو او ښوونېزو بنسټونو ورته بريدونه نه يوازې د ماشومان ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې دا چاره د په ميانمار کې د زدهکړو بهير هم ننګولی شي.
په ميانمار کې د تېر ميلادي کال د فبري په مياشتې نظامي کودتا د دې لامل شوه چې د دغه هېواد يو شمېر برخې نا امنه شي او وخت ناوخت د ميانمار ځواکونه په ځينو سيمو کې وسلهوالې نښتې هم کوي.