لسګونه روسي ډيپلوماتانو د چک جمهوریت له امر سره سم روسیې ته روان شول.
روسي رسنیو لیکلي، ۵۴ ډيپلوماتانو یې له خپلو کورنیو سره یو ځای چک جمهوریت پرېښود او روسیې ته لاړل.
د روسیې دولتي آژانس ټاس ویلي، چې پرون شنبه ۵۴ ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره یو ځای په چک جمهوریت کې د روسیې له سفارت څخه مسکو ته روان شول.
دغه آژانس زیاته کړې، چې پاتې نور روسي ډيپلوماتان ښايي را روانه دوشنبه له چک جهوریت پرېږدي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې پراګ تېره اونۍ له چک جهوریت څخه د ۶۳ ډيپلوماتو د وتلو امر وکړ.
رسنیو زیاته کړې، چې پراګ له چک جهوریت څخه د روسي ډیپلوماتو د وتلو امر ځکه کړی، چې پراګ روسي استخباراتي ادارې د دغه هېواد په یوه چاودنه کې په لاسلرلو تورنې کړې.
دا چاودنه د ۲۰۱۴م د اکتوبر میاشت د چک جهوریت په ختیځ د وسلو په یوه ډيپو کې وشوه چې لږ تر لږه ۲ کسان پکې ووژل شول.