Home » سیمه او نړی » امریکا د بلاروس پر ۹ شرکتونو بندیزونه لګوي
رویداد خبري آژانس

امریکا د بلاروس پر ۹ شرکتونو بندیزونه لګوي

دا بندیزونه وروسته تردې لګول کېږي چې د مې په درویشتمه د بلاروس رژیم د راین ایر هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په پلازمېنې منسک کې ښکته کړه او بیا یې یو خبریال د مسافرو له منځه ونیو.

دا الوتکه له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه بیان کې وویل چې د بلاروس پر نهو شرکتونو به د جون له درېیمې بندیزونه ولګول شي.

جین ساکي زیاته کړه چې دا د بلاروس له خلکو سره د امریکا د ژمنو څرګندونه کوي او واشنګټن غواړي چې د بلاروس له رژیم سره د هغه د کارونو په خاطر حساب وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...