Home » سیمه او نړی » جو بایډن کانګرس ته د بودجې طرحه د تصویب لپاره استولې
رویداد خبري آژانس
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

جو بایډن کانګرس ته د بودجې طرحه د تصویب لپاره استولې

د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر جو بایډن کانګریس ته د ۶ تریلیونه ډالره د بودجې طرحه د تصویب لپاره واستوله.

په دې طرحه کې د بې وزله او منځنۍ کچې امریکایانو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، همدا راز د بنسټیزو پروژو پلي کول او له پوهنې نیولې د سایبري بریدونو تر مخنیوي پورې پروګرامونه په پام کې دي.

وروسته تردې چې په جنوري میاشت کې جو بایډن واک ته ورسېد، دا لومړی ځل دی چې کانګرس ته د بشپړو لګښتونو طرحه وړاندې کوي.

تمه ده چې په کانګرس کې د دې طرحې په اړه جدي بحثونه وشي او ممکن دا بحثونه میاشتې میاشتې دوام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...