ټاکل شوط د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف نن چهارشنبه (د غویي ۲۹مه نېټه) د لومړي ځل لپاره مخامخ سره وګوري.
دغه لیده کاته داسې مهال ترسره کېږي چې د نړۍ د دغو دوو سیالانو روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې په کړکیچن حالت کې دي.
روسي چارواکو ویلي چې دغه دوه لوړپوړي ډيپلوماتان د شمال قطب شورا د غونډې په څنډه کې ملاقات کوي.
دا غونډه نن د ایسلند په پلازمېنه ریکياوېک کې جوړېږي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې میاشت د خپلو ولسمشرانو جوبایډن او ولادیمیر پوتین د احتمالي لیدو کتو په اړه هم خبرې وکړي.