د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له واشنګټن څخه ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته په پنځه ورځني سفر روان شو.
انتوني بلېنکن به په دې ډیپلوماتیک سفر کې په ایسلنډ کې د شمالي قطب د شورا په یوه غونډه کې هم برخه واخلي.
وروسته له هغې چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې، بلېنکن به د لومړي وار لپاره له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په دې غونډه کې مخامخ شي.
انتوني بلېنکن به نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له چارواکو سره هم وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی بلېنکن به د اقلیمي بدلون په وړاندې پر مبارزه او د اتلانتیک سمندرګي په شااوخوا کې د ګډو ګټو پر پیاوړتیا بحث وکړي.
ښاغلی بلېنکن به نن وروسته ایسلنډ ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره هم پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.