د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په غزه کې د اسراییلو هوایي بریدونه او تېری غندلي دي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان په یوه غونډه کې د ۵۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د اوربند او جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
دوی د اسراییلو وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې دغه کار یې له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. دوی ملګري ملتونه او امنیت شورا هم ملامت کړي چې ولې د خپلو هوکړو له عملي کولو عاجز دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان هم د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د اوربند او جګړو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.
خو په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او د وروستیو معلوماتو له مخې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ کسه نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.