په هند کې د کرونا له امله د ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته ګڼو اروپایي هېوادونو او امریکا له دغه هېواد سره د مرستې خبر ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر په ګډون ددغه هېواد ادارو او ګڼو چارواکو په خپلو خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې له هند سره به د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې همکاري کوي او همدا راز دغه هېواد ته به د واکسین جوړونې مواد ولېږي څو د واکسینو تولید ډېر شي.
امریکا په ګڼو برخو کې له هند سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.
ګڼو اروپايي هېوادونو هم ویلي چې هند په سختو شرایطو کې دی او جدي لاسنیوي ته اړتیا لري.
هند کې د کرونا نوې څپې سخت ناورین جوړ کړی دی او هره ورځ تر ۲ زره پورې کسان وژني او تر څنګ یې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۵۰ زره پورې مثبتې پېښې رامنځ ته کېږي.