Home » سیمه او نړی » په هندوستان کې د کرونا ویروس د پېښو نوی ریکارد
رویداد خبري آژانس

په هندوستان کې د کرونا ویروس د پېښو نوی ریکارد

په هندوستان کې تېره ورځ چارواکو اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ تاعتونو کې ۳۳۲۷۳۰ کسان د کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا د کروناویروس له پېدا کېدو را وروسته لومړی ځل دی چې په هند کې په ۲۴ ساعتونو کې دومره ډېر کسان په دغه ویرس اخته کیږي.

دوه ورځې وړاندې (پنجشنبې) څه باندې ۳۱۴زره کسان په دغه ویروس اخته شوي وو.

د هند په مرکز نوې ډهلي کې لږ تر لږه شپږ روغتونونو کې یا اکسیجن خلاص شوی او یا په خلاصېدو دی.

په همدې حال کې د هند عالي ‌محکمې له حکومت څخه غوښتي چې د صنعتي کارځایونو څخه دې اکسیجن روغتونونه ته انتقال کړي‌ چې د کروناویروس ناروغان وژغورل شي.

په همدې ورځ د هند په لویدیځ کې د «ویجی والاب» په روغتون کې اور لګېدلی او د کروناویروس ۱۳ ناروغان مړه شوي ‌دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د خپلو وزیرانو سره غونډه کړې چې څنګه د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي او له دغې وبا سره ښه مبارزه وشي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کروناویروس په اړه معلومات ټولوي او خپروي وايي‌ چې په هند کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې ۱۶ میلیون ته رسېدلی دی.‌

هند تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته کیږي.‌ د امریکا په متحدو ایالتونو کې شاوخوا ۳۲ میلیون کسان په کرونا اخته دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې ۱۴۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي‌او څه باندې درې میلیون نور مړه شوي‌دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او ژر د نړۍ نورو هېوادونو ته انتقال شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...