د پاکستان په کوټه ښار کې د سرینا هوټل په پارکنګ کې په بمي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني چارواکي وایي، په دې پېښه کې چې تېر ماښام شوې ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پولیسو افسر په وینا د سرینا هوټل مخته څو ولاړ موټر په دې پېښه کې وسوځېدل.
تحریک طالبان چې په پاکستاني طالبانو مشهور دي د دې پېښې مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې د چارواکو په نښه کولو نیت یې درلود.
په دې هوټل کې د چین سفیر اوسېده، خو د پېښې پر مهال په هغه ځای کې نه وو.
دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ځایي رسنیو ته وکړه.
چینایي چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.