په میانمار کې د شنبې په ورځ (د وري ۷مه نېټه) د پوځي کودتا په ضد په روانو لاریونونو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.
راپورونه او عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو دا کسان وژلي دي چې په کې یو کوچنی هم شامل دی.
دا لاریونونه د فبرورۍ له لومړۍ نیټې راوروسته د میانمار په مرکز یانګون، ماندلای او ځینو نورو ښارونو کې روانې دي.
په همدې حال کې د پوځ مشران د «وسله وال ځواک ورځ» نمانځي.
د پوځ په ضد د یوې ډلې ویاند ډاکټر ساسا په یوې انلاین غونډې کې وویل: «نن د وسله وال پوځ لپاره د شرم ورځ ده.»
د لاریون د پيل راهېسې دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ دومره کسان وژل کیږي.
په میانمار کې د پوځ د کودتا ضد په روانو مظاهرو کې تر دې دمه تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر نیول شوي هم دي.
د رویټرز خبري اژانس وايي چې وژل شویو کسانو یو پنځه کلن ماشوم هم شامل دی. یو لاریون کوونکي تای یا زاو وویل: « دوی (پوځ) موږ لکه چرګان او مرغۍ داسې وژني. دوی آن موږ په خپلو کورونو کې هم وژني. موږ یې کیسه کې نه یو، موږ به تر هغه وخت پورې مظاهرې کوي چې جنتا (پوځ واکمن ګوند) چپه شي.»
پوځ د همدې روان کال د فبروري په میاشت کې کودتا وکړه او د میانمار ولسي حکومت یې نسکور کړ، مشران یې ونیول او پوځي حکومت یې اعلان کړ. د پوځ مشر وايي تېر حکومت د درغلو له لارې واک ته رسېدلی و.
امریکا او ځینو نورو هېوادونو د پوځ دا کودتا غندلې او د دغه هېواد په ځینو پوځ مشرانو یې بندیز هم لګولی او شتمنۍ یې کنګل کړي دي.