Home » سیمه او نړی » ایران د چین سره د همکارۍ یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي
رویداد خبري آژانس

ایران د چین سره د همکارۍ یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي

ایران او چین غواړي همدا نن شنبه د ګډې همکارۍ یو اوږدمهاله او هر اړخیزه تړون امضأ کړي. په دغه ۲۵ کلن تړون کي به «سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي موافقې» شاملي وي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په دولتي ټلویزون کي د خبرو پر مهال وویل دغه قرارداد به د تهران څخه د چین د خارجه وزیر، وانګ يې د اوسنۍ لیدني کتني پرمهال نن غرمه د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ګډه امضأ شي.

د چین خارجه وزیر وانګ يې پرون جمعه ماښام (د مارچ میاشتي ۲۶ مه) تهران ته رسیدلی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند خطیب زاده وویل، تهران معتقد دی چي دغه تړون به «د چین او ایران د روابطو د نژدې کیدو او پراختیا په لار کي ډیر مؤثر واقع سي.» هغه پنځه کاله مخکي د تهران څخه د چین د جمهور رئیس، شي جینګ پینګ ملاقات ته اشاره وکړه، په کوم کي چي د دواړو خواوو تر منځ د هراړخیزي همکارۍ اساس ایښوول شوی ؤ.

شي او د ایران جمهورریس، حسن روحاني هغه وخت د هیوادونو تر منځ یې د دوه اړخیزه روابطو د تقویې فیصله کړې وه. تر هغه وروسته دواړو اړخونو د ترانسپورټ، انرژۍ او صنعت د سکټورونو په برخه کي د ګډ کار موافقه وکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...