د فرانسې ساحلي پولیسو اعلان کړی چې د دغه هیواد د ژغورنې ځواکونو تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي د مانش له کانال څخه د تیریدو پر مهال ژغورلي دي.
پولیسو ویلي دوی چې غوښتل یې ځانونه بریتانیا ته ورسوي په سمندر کې له بیړنې وضعیت څخه ژغورل شوي دي.
د فرانسې ساحلي پولیسو ویلي چې دغه پناه غوښتونکي چې ۷۲ کسان ول، له څو کوچنیو کښتيو سره په سمندر کې ژغورل شوي دي.
دغو کسانو غوښتل د یکشنبې په شپه(د وري ۱مه نېټه) له دې کانال څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي. ژغورل شوي کسان بیرته فرانسې ته انتقال شوي دي.
د فرانسوي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تیر کال ۹۵۰۰ پناه غوښتونکو هڅه کړې وه چې د مانش کانال له خطرناک مسیر څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي.
دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله ښکاره زیاتوالی ښکاره کوي. په دغه موده کې پر دې مسير ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.