ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د نوي کال د پیل څخه وړاندې د اور لوبو جشن په نمانځلو کې شاو خوا ۱۰ تنه وګړي وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.
د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې ډیری کسان د پټاقیو د جوړولو او چمتو کیدو پر وخت له منځه تللي دي.
په ایران کې خلک د نوي کال په راتګ سره اور لوبې کوي، پدې جشن کې یو شمېر خلک غیری معیاري پټاقیو نه کار اخلي چې د مرګ ژوبلې سبب کیږي.
د ایراني رسنیو د راپورو له مخې سږ کال چشنونو کې ۱۹ سوه کسان ټپیان شوي چې شاو خوا ۲ سوه یې په روغتون کې بستر شوي دي.
راپورونه وايي په دې چشن کې تیر کال ۴ تنه وژل شوي و، د تیر کال ارقام ځکه کم و چې ډیری کسان د کرونا ویروس له ویرې د کوره بهر نه و راوتلي.