پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې په خړ نوملړ کې پاتې شو.
دغې ادارې د خپلې څلورورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي.
د یادې ادارې مشر مارکس پلېیر ویلي، چې دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې د دوی بشپړ اعتماد ندی تر لاسه کړی.
د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو او کله چې یې ټول شرطونه پوره کړل نوم به یې له لیست څخه و ایستل شي.
نوموړي له پاکستان په ټینګار غوښتي چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړې. دا درېیم ځل دې چې پاکستان د نړیوالې څارونکې ادارې له لوري په دې نوملړ کې پاتې کیږي.