Home » سیمه او نړی » هندوستان: لومړی ځان ته بیا نورو ته د کووېډ-۱۹ ضد واکسین تولیدو
رویداد خبري آژانس

هندوستان: لومړی ځان ته بیا نورو ته د کووېډ-۱۹ ضد واکسین تولیدو

د هندوستان د سیرم انستیتوت چې په نړۍ کې د واکسین ستر تولیدي شرکت بلل کیږي، له هغو هېوادونو څخه چې د کووېد-۱۹ ضد واکسین ته په تمه دي، غوښتي‌ چې حوصله وکړي.

دغه شرکت وايي لارښوونه ورته شوې چې لومړی د هند اړتیاوې پوره کړي او بیا نورو هېوادونو ته دې واکسین تولید کړي.

د شرکت مشر ادار پونه والا پرون یکشنبې په ورځ (د کب۳ مه نېټه) په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ هڅه به وکړي چې د هند او نړۍ د ضرورتونو ترمنځ‌ توازن وساتي.

د سیرم دغه هندي شرکت د «اکسفورد» او «استرازنیکا» کووېد-۱۹ ضد واکسینونونه تولیدوي. هند د کرونا ضد واکسین د کمپاین په لړ کې خپلو۳۰۰ میلیون وګړو ته همدا واکسین کوي.

د بنګله دېش او برازیل په ګډون هغه هېوادونه چې متوسط او کم عواید لري،‌ د دغه شرکت په واکسین تکیه کوي چې د «کوویشیلد» په نوم بازار ته وړاندې کیږي.

د کاناډا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د دغه واکسین غوښتنه کوي. برتانانوي چارواکي هم د دغه هندي‌ شرکت د واکسین د تولید بهیر ارزوي چې د «کوویشیلد» واکسین برتانیا او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته انتقال شي.

په هند کې چارواکي وايي په شاوخوا یوه میاشت کې یې ۱۱ میلیون خلکو ته د کووېډ-۱۹ ضد واکسین کړی دی.

په هند کې دا مهال ۱۰.۹ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې په دغه ویروس اخته دي.

په هند کې هره ورځ شاوخوا ۱۲زره د کوویډ-۱۹ مثبتې پېښې ثبتیږي.

د کووېډ-۱۹ په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌ چې دا مهال په نړۍ کې ۱۱۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي‌او څه باندې ۲.۴۶ میلیون نوره مړه شوي‌دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...