د پاکستان پر یوې پوستې د برید له امله څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو په حواله په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو د پاکستان پوځ پر یوې پوستې حمله کړې چې په پایله کې یې څلور تنه سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي په دې نښته کې څلور بریدګر هم وژل شوي دي.
پاکستاني پوځیانو د برید ځای دقیق نه دی ښودلی، خو وايي چې برید افغان کرښې ته نژدې شوی.
د پاکستاني پوځیانو په وینا د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.