د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنهای ویلي، د تړون هغه لوری چې باید شرط وړاندې کړي ایران دی، ځکه چې ایران پر خپلو ژمنو عمل کړی دی نه امریکا او ۳ هغه اروپایي هېوادونه چې ټول تعهدات یې تر پښو لاندې کړي دي.
خامنهای زیاته کړې، که چېرته امریکا غواړي ایران بېرته خپلو تعهداتو ته راوګرځي نو لومړی باید امریکا پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه ټول لغوه کړي څو دوی ډاډه شي چې ایا امریکا په رښتیا هم د مسائلو حل غواړي او که د پخوا په څېر بیا یې هم هدف یوازې تېر ایستل او د فشارونو د دوام لپاره د پلمو لټول دي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکایي رسنۍ وایي د بایډن اداره غواړي، د بندیزونو له لرې کولو پرته داسې لارې چارې پيدا کړي چې پر ایران اقتصادي فشارونه کم کړي او د کرونا په دې سخت وضعیت کې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسېږي.