د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاکمه کېدو خبره کړې ده.
بایډن د ولسمشر په توګه د خپل کار تر پیل یوه اوونۍ وروسته ویلي چې ډیموکراټان دې د ټرمپ محاکمه کېدو ته چمتوالی ونیسي.
د سي ان ان د راپور له مخې، بایډن د سنا له ډیموکراټو غړو سره په لیدنه کې ویلي چې ټرمپ خپل پلویان پر کانګرس ماڼۍ برید ته هڅولي او نوموړی باید د همدې تر څنګ د نورو تورونو سپیناوي لپاره محاکمې ته وبلل شي.
جو بایډن ټینګار کړی دی چې که چېرته ټرمپ محاکمه نه شي نو خلک به د قانون تر پښو لاندې کولو سره عادي او د وخت په تېرېدو به دا چاره د امریکا ډیموکراسي له سختو ننګونو سره مخ کړي.