Home » سیمه او نړی » بغداد کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۸ تنه وژلي

بغداد کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۸ تنه وژلي

عراقي چارواکي وايي د بغداد ښار کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په کې ۲۸ تنه وژل شوي دي.

عراقي پوځیان وايي دغه ځانمرګي بریدونه د بغداد په مرکز طیران چوک د بازار په منځ کې شوي دي.

د عراقي پوځ د ټولنیزې دفاع مشر جنرال کدهیم سلمان رسنیو ته ویلي چې ښایي دا ځانمرګي بریدونه داعش ډلې کړی وي.

جنرال سلمان خبریالانو ته ویلي چې د بریدونو په پایله کې ۲۸ کسان وژل شوي او شاو خوا ۷۰ تنه نور ټپیان دي.

د بهرنیو رسنیو په حواله همدې سیمه کې وروستی ځانمرګی برید د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې شوی و چې ۲۷تنه په کې وژل شوي وو.

د عراق حکومت او پوځ وایي دغه ډله اوس ددې توان نلري چې کومه سیمه دې ونیسي، خو وایي چې دغه سخت دریځه به د عراق د ثبات او امنیت د ګډوډولو لپاره بریدونو ته دوام ورکړي.

د یادو بریدونو مسولیت داعش وسلوالې ډلې ومانه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...