Home » سیمه او نړی » ارمنستان ته د ترکیې خبرداری؛د اوربند سرغړونه دروند پور له یاده مه باسئ
رویداد خبري آژانس

ارمنستان ته د ترکیې خبرداری؛د اوربند سرغړونه دروند پور له یاده مه باسئ

وروسته تر هغه چې په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اوربند وشو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ارمنستان ته ګواښ کړی دی چې که چېرته له اوربنده سرغړونه وکړي نو دروند پور به یې پرې کړي.

اوغلو زیاته کړې، ارمنستان چې کومې ژمنې کړې دي باید ورته ژمن پاتې شي او د هوکړې پر بنسټ لاندې کړې سیمې هم بېرته اذربایجاني لوري ته وسپاري.

هغه ویلي، دوی په تېره جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی دی او که چېرته بیا د اذربایجان خاورې ته ګواښ پېښ شي نو دوی به یې بیا هم ملاتړ ته ورودانګي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...