Home » سیمه او نړی » بېلاروس کې د اټمي انرژۍ دستګاه درول شوې

بېلاروس کې د اټمي انرژۍ دستګاه درول شوې

د بهرني رسنیو په حوله بېلاروس هېواد کې د اټمي انرژۍ دستګاه د یو شمېر ستونزو له امله ودرول شوه.

 د یاد هېواد د اټمي انرژۍ دستګاه د لیتوانیا له پولې سره نژدې پرته ده.

څه موده وړاندې د بیلاروس هېواد مشر الکساندر ددې دستګاه پرانیسته کړې وه او ویلي وو چې دوي به په راتلونکي کې د اټمي ځواک درلودونکو هېوادونو په قطار کې شمېرل کیږي.

د بیلاروس هېواد چارواکي وايي د اټمي انرژۍ دستګاه د برېښنا چارې ځکه ودرول شوې چې د انرژۍ وزارت ویلي د یاد دستګاه ځیني وسایل بدلوي.

د رپوټونو پر اساس په بیلاروس کې د اټمي انرژۍ مرکز د روسیې په لس میلیارډه ډالره پور جوړیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...