عراقي رسنۍ د روغتیايي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په بغداد کې د دولت د ملاتړو قومي قواو پر یو قرارګاه باندې داعش ډلې برید کړی دی.
یاده سرچینه رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
یوه بله امنیتي سرچینه د نوم د نښودلو په شرط رسنیو ته ویلي داعش ډلې ددې مرکز د څار پر برج برید کړی او د الحشد الشعبي قواو پنځه تنه وژل شوي دي، په دې پیښه کې هغه شپږ عام وکړي هم وژل شوي چې د دې قواو سره مرستې کولې.
روغتیايي چارواکي وايي د پیښې له ځایه دوی ته ۸ تنه ټپیان د بغداد مرکزي روغتون ته ور وړل شوي دي.
داعش یا (اسلامي دولت نومې ډله) تر اوسه د یادې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په ۲۰۱۴ م کال کې داعش ډله د عراق په شمال او لویدیځ کې يي څو ښارونه نیولي وو او د بغداد دروازو ته رسیدلي وو، خو په دې وروستیو کلونو کې په بغداد کې د داعش وسلوالې ډلې د ماتې خبر ورکړل شوی وو.
په عراق کې دا يي تازه پیښه ښودل شوې.