ترکمنستان هغه هېواد دی چې تر اوسه په رسمي توګه د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړی، چې اوس تازه په داخلي سفرونو بندیز لګولی دی.
له عشق آباده د بهرني رسنیو په حواله دغه بندیز به د جنوري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام لري او یوازې هغو خلکو ته به اجازه ورکول کیږي چې د حکومت له لوري ځانګړی دولتی کس وي.
سیمه اییز چارواکو رسنیو ته ویلي چې د دغه بندیزونو په اړه تر اوسه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي چې په هېواد کې يي تر اوسه هیڅ کوم یو وګړی پر کرونا نه دی اخته شوی.
د ترکمنستان هېواد وګړي وايي چې که هر څومره ناروغ هم شي ډاکټر ته به لاړ نه شي او دا غوره ګڼي چې په کورونو کې پاتې شي، ځکه د کرونا پر ویروس د اخته کیدو ویریږي.