Home » سیمه او نړی » اتریش کې وسلوال برید له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اتریش کې وسلوال برید له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بهرني رسنیو په حواله د اتریش پلازمینه کې وسلوالو شپږو ځایونو کې بریدونه کړي چې له امله يي ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د اتریش چارواکي وايي دا ترهګریز برید بولي او وايي چې یو وسلوال هم وژل شوی دی.

یو شمېر رسنۍ بیا وايي چې یو بریدګر وژل شوی، بل پولیسو نیولی او د دریم بریدګر لټون روان دی.

رسنۍ وايي چې دا برید د ویانا مرکزي کنیسه یا د یهودانو عبادتځي سره نږدې شوی او لا هم مالومه نه ده چې هدف همدا مرکز و که نه.

ویانا کې امنیتي چارواکي وايي چې یو پولیس هم ټپي شوی دی.

چارواکي وايي د کرونا د مخنیوي لپاره د نویو بندیزونو تر اعلان څو ساعت مخکې دا برید وشو.

بل لور ته د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، دې خطرناک برید سخت هیښ کړی دی.

نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي چې برتانیا له اتریشي ولس سره د ترهګرۍ ضد یوموټې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...