Home » سیمه او نړی » د هند له خوا نیول شوی د چین عسکر بیرته هغه هېواد ته وسپاره

د هند له خوا نیول شوی د چین عسکر بیرته هغه هېواد ته وسپاره

د چین هېواد وایي د پوځ یو عسکر یې چې د هند خاورې ته ننوتی و او هندیانو نیولی و نن د چارشنبه په ورځ بیرته دوی ته سپارلی دی.

د چین هېواد نن یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې وانګ یا لونګ په نامه یو عکسر وروسته تر هغه لادرک شوی چې د شپنو یوې ډلې ترې د ژویو د پیدا کیدو مرسته وغوښته.

د هند پوځ هم ویلي چې د چین دا پوځي یې د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه د لداخ په سرحدي غرنۍ سیمه کې ونیوه چې د هند تر کنترول لاندې خاورې ته ننوت.

د هند او چین پوځیانو د همدې کال د جون په میاشت کې پدې غرنۍ سیمې کې لس ګونه عسکر او وسلې ځای پر ځای کړلې او د لنډې مودې لپاره یې خونړۍ جګړه هم وکړله. په جګړې کې تقریباً شل هندي عسکر ووژل شول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...