Home » سیمه او نړی » نیویارک ټایمز:د امریکا ولسمشر په وروستیو کلونو کې فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي
رویداد خبري آژانس

نیویارک ټایمز:د امریکا ولسمشر په وروستیو کلونو کې فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي

د امریکا ولسمشر میلیاردر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کلونو کې د امریکا فدرال ادارې ته مالیات نه دي ورکړي.

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي ټرمپ سره له دې چې میلیاردونه ډالر پانګه لري او د امریکا په شتمنو کسانو کې راځي خو په وروستیو کلونو کې یې حکومت ته یوازې ۷۵۰ ډالر مالیه ورکړې ده.

سرچینه کاږي دوی داسې اسناد پیدا کړي چې ټرمپ او په ده پورې اړوندو شرکتونو په وروستیو کلونو کې د مالیاتو له ورکړې ډډه کړې ده.

هغه مهال چې ټرمپ واک ته رسېدو یوه ادعا هم دا وه، چې ټرمپ میلیاردونه ډالر د مالیاتو د ورکړې له درکه د حکومت پوروړی دی نو له همدې امله هڅه کوي واک ته ورسېږي او ځان له مالیاتو معاف کړي.

ټرمپ بیا وایي چې ده مالیات ورکړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...