Home » سیمه او نړی » روسیه:سوریه کې د امریکا حضور د نفتو د غلا په مانا دی
رویداد خبري آژانس

روسیه:سوریه کې د امریکا حضور د نفتو د غلا په مانا دی

روسیې یو ځل بیا په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي وشینین ویلي، دوی پخوا هم ویلي او بیا هم ټینګار کوي چې په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني او د یاد هېواد د طبیعي زېرمو ځانګړې توګه د نفتو د غلا په مانا دی.

هغه زیاته کړې، د سوریې په تر ټولو غني سیمه التنف کې د امریکایي ځواکونو حضور د منلو نه دی او په خبره یې، دوی له بېلو ډیپلوماټیکو لارو له امریکا سره په دې برخه کې د اختلافاتو د حل هڅه کړې ده خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ورشینین څرګنده کړې، د دمشق له توافق پرته په سوریه کې هر ډول نظامي حضور د امنیت شورا د ۲۲۵۴ قطعنامې او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...