پرون جمعه د تلې ۴ نیټه د اسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ ویلي چې چینايي چارواکو په شین ژیانګ ایالت کې په زرګونه جوماتونه ویجاړ کړي دي.
اسټرالیايي انسټیټیوټ خبر ورکړی چې د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوو انځورونو څخه ښکاري چې شاو خوا ۱۶ زره جوماتونه په چین کې تخریب او یا يې ځینې برخې ویجاړې شوي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه اسټرالیايي راپور غلط دی او هغه يې د اکاډمیک پلوه بې اعتباره ګڼلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویان وانګ ون بین وویل چې په دغه سیمه کې ۲۴۰۰۰ جوماتونه موجود دي.
د بشر د حقونو بیلابیلو مدافعو ډلو هم په وار وار د چین په شمال غرب کې بیلابیلو کمپونو کې د اویغور او نورو ترک ژبو لکګیو باندي، چې ډیری یې مسلمانان دي، د زور زیاتي په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.