Home » سیمه او نړی » ټرمپ:هیڅکله به ایران د اټومي وسلو څښتن نه شي
رویداد خبري آژانس

ټرمپ:هیڅکله به ایران د اټومي وسلو څښتن نه شي

امریکا یو ځل بیا ویلي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو څښتن نه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.

نوموړي ایران سره اټومي تړون ته په اشارې ویلي، له ایران سره شوی اټومي تړون د بارک اوباما د دورې یوه وحشتناکه او احمقانه پرېکړه وه.

ټرمپ څرګنده کړې، دی د اوباما په څېر کس نه دی او ایران دې هیڅکله په دې تمه نه پاتې کېږي چې ګوندې دوی به یو وخت د اټومي وسلو جوړولو اجازه تر لاسه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...