د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان سیمهییزې ادارې ترمنځ د روانو اختلافونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي له دواړو لورو غوښتي چې د سرحدي دروازو او د تېلو د زېرمو پر سر د اختلافونو د حل لپاره د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو او د عراق د اساسي قانون له لارې اقدام وکړي.
خلیلزاد ویلي، د دغه کړکېچ پراخېدل د عراق، سیمې او امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کولای شي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس