Home » افغانستان » د انټي‌بیوټیکونو په اړه د عامه پوهاوي د اوونۍ پای؛ د هېواد ډېری وګړي لا هم انټي‌بیوټیک په خپل سر کاروي
د انټي‌بیوټیک

د انټي‌بیوټیکونو په اړه د عامه پوهاوي د اوونۍ پای؛ د هېواد ډېری وګړي لا هم انټي‌بیوټیک په خپل سر کاروي

په ټوله نړۍ کې د انټي‌بیوټیکونو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت په اړه د عامه پوهاوي نړۍواله اوونۍ نن پای ته ورسېده؛ خو په افغانستان کې لا هم ډاکټران د دغو درملو د خپل‌سرې کارونې له خطرونو څخه شکایت لري.

ډاکټر عبدالصبور حسان رویداد خبري اژانس ته وايي، د درملو پر وړاندې مقاومت د افغانستان د روغتیايي نظام له اړینو ننګونو څخه دی چې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. نوموړی زیاتوي، د دې ستونزې یو له اړینو لاملونو څخه درملتونونو ته د خلکو اسانه لاسرسی دی چې خلک د کوچنۍ ناروغۍ پر مهال هم درملتونونو ته ورځي او د ډاکټر له سپارښتنې پرته درمل اخلي. د هغه په وینا، دا وضعیت د دې لامل شوی چې میکروبونه د درملو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي. په پایله کې د درملو مقاومت ورځ تر بلې زیاتېږي او ښايي انټي‌بیوټیکونه نور پر دغو میکروبونو اغېز ونه کړي. له همدې امله ډاکټران د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې له ستونزو سره مخ کېږي.
ډاکټر حسان ټینګار کوي، د عامې روغتیا وزارت مسوولیت لري چې روغتیايي نظام داسې تنظیم کړي چې هېڅ درملتون او روغتیايي مرکز له قانع کوونکي دلیل پرته ناروغانو ته انټي‌بیوټیکونه ورنکړي. دغه‌راز، باید د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي څو د دغو درملو له خطرونو خبر شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هم په همدې مناسبت د یوې خبرتیا د خپرولو له لارې ویلي: «توپیر وپېژنئ او ژوند وژغورئ! انټي‌بیوټیکونه باکتریايي انتانات درملوي، زکام او انفلونزا نه».
یاد سازمان له ټولو خلکو غوښتي چې د درملو د سمې کارونې په اړه خپل پوهاوی لوړ کړي او د انټي‌بیوټیکونو د ناسمې کارونې مخه ونیسي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې زکام شي، د درملو د احتمالي جانبي عوارضو په اړه له پوهاوي پرته انټي‌بیوټیکونه کاروي.
د کابل یوه اوسېدونکې سمیه رویداد خبري اژانس ته وايي، د زکام پر مهال تل انټي‌بیوټیکونه کاروي. نوموړې چې د دغو درملو له جانبي عوارضو څخه معلومات هم نه لري زیاتوي، ځینې وختونه د انټي‌بیوټیکونو له کارولو سره نه یوازې دا چې ناروغي یې نه ښه کېږي، بلکې لا ډېرېږي هم.
د کابل بله اوسېدونکې جمیله هم د زکام او نورو ناروغیو د درملنې لپاره انټي‌بیوټیکونه کاروي. نوموړې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ډاکټر ته مراجعه نشي کولای او یوازې له درملتونونو څخه د درملو په اخیستو بسنه کوي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د انټي‌بیوټیکونو د خپل‌سرې کارونې د احتمالي خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره یوه خبرتیا خپره کړې او له ښاریانو یې غوښتي چې انټي‌بیوټیک درمل یوازې د روغتیايي مسلکي کارکوونکو په سپارښتنه وکاروي؛ ځکه د دغو درملو خپل‌سرې او غیرضروري کارونه د درملو پر وړاندې د میکروبونو مقاومت زیاتوي او د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
یاد وزارت د انټي‌بیوټیک درملو پر سمې کارونې او د درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
انټي‌بیوټیکونه هغه درمل دي چې د باکتریاوو د له منځه وړلو یا د هغوی د ودې د مخنیوي لامل کېږي. دغه درمل پر ویروسونو، فنګسونو او پرازیتونو هېڅ اغېز نه لري.
انټي‌بیوټیکونه په عمومي ډول د باکتریايي انتاناتو د درملنې لپاره کارول کېږي؛ خو په خپل‌سري ډول یې کارول د انټي‌بیوټیکونو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت، پر ویروسي ناروغیو د نه اغېزمنتیا، د بدن د ګټورو باکتریاوو د له منځه تلو، فنګسي انتاناتو، د هاضمې ستونزو او د درملو د حساسیت لامل کېدای شي. د دغو ستونزو په پایله کې ناروغان اړ کېږي چې پیاوړي او ګران‌بیه درمل وکاروي او یا هم په روغتون کې بستر شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په ۲۰۱۵ کال کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت په اړه د عامه پوهاوي نړۍواله اوونۍ پیل کړه چې هر کال د نومبر له ۱۸مې تر ۲۴مې نېټې پورې لمانځل کېږي. دغه سازمان دا اوونۍ یو ښه فرصت بولي څو خلک د انټي‌بیوټیکونو د خپل‌سرې کارونې له خطرونو څخه خبر شي.

راپور: ریحانه حسان
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی

د کابل ښار یو شمېر ...