Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان؛ په دوو میاشتو کې د حوثیانو ۲۰۹ هوايي بریدونه شنډ کړي
سعودي عربستان

سعودي عربستان؛ په دوو میاشتو کې د حوثیانو ۲۰۹ هوايي بریدونه شنډ کړي

په امریکا کې د سعودي عربستان سفارت وايي، د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د سپټمبر له ۲۴مې د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې د یمن د حوثیانو ۲۰۹ هوايي ګواښونه شنډ کړي دي.

سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه هوايي بریدونه د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې ملکي تاسیسات او د انرژۍ مرکزونه په نښه کړي وو، چې د مکې او مدینې سپېڅلو ښارونو ته نږدې سیمې هم په کې شاملې وې.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دغو بریدونو مرګ‌ژوبله هم اړولې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

شمالي وزیرستان کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو پوځي تاسیسات جوړېږي

د پاکستان د شمالي وزیرستان ...