د پاکستان د بلوچستان سیمې د بشري حقونو فعاله او د بلوڅ یووالي کمېټې مشره، ډاکټره ماهرنګ بلوڅ د ۲۰۲۶ کال د اېډلستام نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
د اېډلستام بنسټ د نومبر په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه جایزه د جبري ورکېدنو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې، د بشري حقونو د دفاع او د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې د ماهرنګ بلوڅ د زړورو هڅو په درناوي هغې ته ورکول کېږي.
ټاکل شوې د دغې جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په درېیمه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ترسره شي؛ خو ماهرنګ بلوڅ د بند له امله په مراسمو کې ګډون نه شي کولای او جایزه به یې په استازیتوب میر بلخ شېر ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې د اېډلستام جایزه په هرو دوو کلونو کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په سختو شرایطو کې د بشري حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره ځانګړې زړورتیا ښيي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس