Home » زموږ په اړه » «راتلونکې هېلې»خپرونې څه ډول د ماشومانو ارمانونه رښتیا کړل؟
راتلونکې هېلې

«راتلونکې هېلې»خپرونې څه ډول د ماشومانو ارمانونه رښتیا کړل؟

د ماشومانو نړۍ د حیرانتیاوو نړۍ ده. هغوی د وړې هیلې له لارې خپل راتلونکی انځوروي او ځینې وختونه خپلو لویو هیلو ته د رسېدو لپاره تر ټولو ډېرې هڅې کوي. خو دې هیلو ته رسېدل اسانه کار نه دی؛ ځینې وختونه یوازې یوې وړې روښنايئ، یو پوهاوي او یو هیله‌بښوونکي پیغام ته اړتیا وي څو یو استعداد له تیارې څخه د روښنایئ پر لور ګام پورته کړي.
همدې اندېښنې د یوې داسې مفکورې بنسټ کېښود چې موخه یې د ماشومانو هڅول او د دې حقیقت یادونه وه چې راتلونکی د زده‌کړو، هڅو او پر خپلو وړتیاوو د باور له لارې جوړېږي. دغه مفکوره له ډله‌ییزې همغږۍ وروسته «راتلونکې هیلې» ونومول شوه. دا داسې خپرونه وه چې په لومړیو ورځو کې پر یوه پاڼه له یوه نوم او له یوې ساده طرحې پرته بل څه نه و خو رویداد خبري اژانس د دوه کلونو د هڅو په پایله کې دغه مفکوره د ارزښتناکو تولیدي خپرونو په ټولګه بدله کړه.
که څه هم د رسنیزو خپرونو تولید اسانه کار نه دی خو د ماشومانو د ذهن د غږ اورېدل او د هغوی د ودې لپاره په یوې انګیزې بدلېدل د دې خپرونې د ډله‌ییز کار لېوالتیا ډېروله.
ښایي لویانو لپاره دا یوازې یوه هیله وي خو ماشومانو لپاره همدا ارمانونه د سبا د ژوند ټوله معنا ګرځېدای شي. لکه د کوچنۍ حسنا په څېر چې د خپلو هیلو په اړه وایي: «غواړم ډاکټره شم، ځکه که مې مور ناروغه شي، درملنه یې وکړم او ورته ووایم چې مه وېرېږه، زه درسره یم».
یا هم با استعداده الهام چې غواړي انجنیر شي او خپل پلار ته یو دوکان جوړ کړي څو کوم خواړه چې د سړک پر غاړه پلوري، په دوکان کې دننه یې وپلوري او یا پرنیان؛ هغه ماشوم چې لا د ښوونځي په پنځم ټولګي کې دی خو وايي هیله لري چې راتلونکي کې یو بریالی مدیر شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
(راتلونکې هیلې) خپرونه یوازې د کابل ماشومانو ته نه ده ځانګړې شوې، د دې خپرونې پام هغو هیلو او ارمانونو ته هم دی چې د ذهن د پردو تر شا پټ پاتي یا د لرې پرتو سیمو د کورونو په دېوالونو کې محدود شوي دي. دا خپرونه د ماشومانو د غږ اورېدلو لپاره ده.
د محمد عثمان عاطف کیسه د دې خبرې یوه روښانه بېلګه ده. عثمان د بادغیس ۱۲ کلن ماشوم دی. یو کال مخکې یې د فوټبالر کېدو هیله د «راتلونکې هېلې»خپرونې په چوکاټ کې ثبت او خپره شوه. لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې غږ یې د مسوولینو تر غوږونو ورسېد. څه موده وروسته د افغانستان د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي رییس کابل ته د مسلکي فوټبال په تمریناتو کې د ګډون لپاره د کوچني عثمان د بلل کېدو خبر ورکړ.
یادې بریا وښودله چې «راتلونکې هیلې» خپرونه یوازې د انځورونو او غږونو یوه ټولګه نه ده؛ بلکې دا د هغو کورنیو د هڅولو یو فرصت دی چې د ماشومانو ارمانونه یې د ذهن په چوکاټونو کې بند پاتې او د ټولنې د پرېکړه نیوونکو او د ماشومانو د غوښتنو تر منځ یو پل دی.
د «راتلونکې هیلې» خپرونې چمتو کوونکې صایمه کاکړ د دغې خپرونې اصلي موخه په دوو برخو کې ویني: « د ماشومانو غوښتنو ته د لا ډېرې پاملرنې لپاره د کورنیو هڅول او د مسوولینو غوږونو ته په مستقیم ډول د دې پیغام رسول».
لیدونکو هم د دې بهیر ستانیه کړې. د رویداد خبري اژانس یو خبریال محمد الطاف امیري په دې اړه وایي:
«د لیدونکو تود هرکلي او د ټولنې له مینې ډکې ملګرتیا دا ثابته کړه چې موږ پر سمه لار ګام اخیستی. زموږ چلندونه او کړنې یوه ورځ د خاطرو په بڼه پاتې کېږي او خوښ یوو چې «راتلونکې هیلې» خپرونې د کورنیو او ماشومانو د ژوند د خاطرو په کتاب کې یو روښانه انځور پرېښې دی».
ماشومان دې خپرونې کې د ګډون له لارې نوی احساس تجربه کوي. د دې خپرونې د تولید څانګې همکار، عمران قادري خپله یوه خاطره داسې بیانوي:
«ماشومان به په دې خپرونې کې له ګډون څخه خوښ وو؛ ځکه لومړي ځل لپاره یې احساس کاوه چې دوی د ټولنې اړین غړي دي، خلک په ټولنیزو رسنیو کې ورته پاملرنه کوي او د هغوی استعداد ته ارزښت ورکوي. د دوی مور او پلار هم د ماشومانو له دې روحي بدلون څخه خوښ او راضي وو».
قادري په پای کې ښوونیزو ملاتړونو ته هم اشاره کوي: « په یوې مرکه کې چې د ښوونځیو له یوه مسوول سره مو درلوده، هغه له راتلونکې هیلې خپرونې څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ د دې خپرونې مثبتې اغیزې هم تایید کړې. د نوموړي په باور د دې ډول خپرونو دوام او پراختیا د ماشومانو د ذهني ودې، د وړتیاوو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د هغوی د کړنو او فعالیتونو په ښه‌والي کې اړین رول لوبولای شي».
«راتلونکې هیلې»  خپرونه لا هم خپلې لارې ته دوام ورکوي څو هېڅ هیله او ارمان د خاموشه دېوالونو تر شا پټ پاتې نشي.
 

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*