په امریکا کې د سعودي عربستان سفارت وايي، د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د سپټمبر له ۲۴مې د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې د یمن د حوثیانو ۲۰۹ هوايي ګواښونه شنډ کړي دي.
سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه هوايي بریدونه د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې ملکي تاسیسات او د انرژۍ مرکزونه په نښه کړي وو، چې د مکې او مدینې سپېڅلو ښارونو ته نږدې سیمې هم په کې شاملې وې.
د سفارت د معلوماتو له مخې، دغو بریدونو مرګژوبله هم اړولې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس