Home » سیمه او نړی » پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي
چین او روسیه

پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، به د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، په رسمي بلنه د روانې مې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه چین ته سفر وکړي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د «ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکاریو» تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو لا پیاوړتیا ده.

د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې چې ولادیمیر پوتین او شي جین‌پینګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییز امنیت او مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي او دواړه مشران به د خپلو لیدنو په ترڅ کې یو شمېر ګډې هوکړې او بین‌الحکومتي تړونونه هم لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستيو کلونو کې روسیې او چین خپلې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې پراخې کړې دي او دواړه هېوادونه د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا د سیاستونو پر وړاندې په ډېرو نړیوالو موضوعاتو کې ګډ دریځ هم لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ګوتریش: پر ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه مهمه ده

د مخابراتو او معلوماتي ټولنې ...