د امریکایي رسنیو نامتو سوداګر او د سياېناېن شبکې بنسټ اېښودونکی ټېډ ټرنر د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.
هغه په ۱۹۸۰ کال کې امریکا کې د لومړي ۲۴ ساعته کېبلي خبري چینل په جوړولو سره د ټلوېزیون صنعت او د خبرونو د خپرولو بڼه د تل لپاره بدله کړه او نړیوالو ته یې دم په دم د خبرونو د رسولو نوی سیستم رامنځته کړ.
د هغه لاسته راوړنې یوازې تر رسنیو محدودې نه دي، بلکې له خیریه کارونو، چاپېریال ساتنې نيولې، په نړیوالو ټولنیزو پروژو کې هم ډېر فعال پاتې شوی دی.
ټېډ ټرنر د معاصرې رسنیزې نړۍ له هغو څېرو څخه ګڼل کېږي چې اغېز یې لا هم د نړیوالو رسنیو په جوړښت او پرمختګ کې په ښکاره ډول د ليدو وړ دي.
ټرنر د سپورتي خپرونو په نړۍ کې هم ستر بدلون کې هم ستر رول لوبولی دی. هغه په ۱۹۷۶ کال کې د اتلانتا بریوز بیسبال ټیم او په ۱۹۷۷ کال کې د اتلانتا هاکس باسکټبال ټیم وپېرل، څو د خپل TBS سوپر سټېشن لپاره ځانګړي پروګرامونه برابر کړي او د سپوږمکۍ ټکنالوژۍ په مرسته یې لوبې په ټول هېواد کې خپرې کړې.
هغه په ۱۹۸۸ کال کې د TNT په نوم یو لوړکیفیت کیبلي چینل هم پیل کړ او په دې کې یې د NBA او NFL مهمو سیالیو ته ډېره پانګونه وکړه، چې د سپورتي رسنیو په پراختیا کې یې مهم رول ولوباوه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس