Home » سیمه او نړی » نن د اپرېل ۷مه د روغتیا نړيوال سازمان د جوړېدو ورځ ده

نن د اپرېل ۷مه د روغتیا نړيوال سازمان د جوړېدو ورځ ده

د روغتيا نړيوال سازمان په ۱۹۴۸ کال کې تاسیس شو او وروسته له هغې ورځې تر نن د روغتیا نړيوالې ورځې په نوم ونومول شوه، چې هدف یې په نړۍ کې د روغتیا د پراختیا لپاره د پام وړ هڅې او د مهمو روغتیایي ستونزو په اړه عامه پوهاوی زیاتول دي. دغه ورځ د روغتیا په برخه کې د نړیوالو همکاريو او هڅو د ترویج لپاره مهمه پیښه ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د دې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ساینسپوهانو، روغتیايي کارکوونکو او په دې برخه کې د ټولنو هڅې ستایي. دوی وايي چې دغه هڅې د خلکو ژوند ژغوري او په سختو شرایطو کې هم د هغوی د روغتیا ساتنه کوي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام همداراز ويلي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروګرامونو د تطبیق له لارې په دې وروستیو کې د روغتیايي نظام ځینې برخې پیاوړي شوې دي.

د UNDP په وینا، د ګلوبل فنډ په ملاتړ په ټول هېواد کې د اېچ‌آی وي، نري رنځ او ملاریا د درملنې خدمات وړاندې کېږي. همداراز، د روغتیايي سیسټمونو پیاوړتیا لپاره هم هڅې روانې دي، چې موخه یې د ټولنې تر ټولو زیانمنو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول دي او دې فعالیتونو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د روغتیا وضعیت په ښه والي کې مرسته کړې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...