د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، تند بادونو او تندر له امله د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) لږ تر لږه ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بیړني حالت ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند، فاروق احمد، ویلي دي چې دا مرګ ژوبله د کورونو د چتونو او دیوالونو د نړېدو، د اعلاناتي لوحو د راپرېوتو او برېښنايي سیستم د خرابۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په شاوخوا سیمو کې رامنځته شوې دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، تر ټولو ستره پېښه د لاهور ښار په شریفپورې احمد ټاون سیمه کې شوې ده، چیرې چې یو نیم جوړ کور د بادونو او باران له امله راپرېوت.
خالد سیر