د کاناډا لیبرال ګوند یکشنبې ناوخته ( کب ۱۹مه) د اکثریت رایو په ګټلو مارک کارني د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د امریکا غږ د راپور له مخې، کارني پخوا د کاناډا د مرکزي بانک د مشر په توګه دنده ترسره کوله، هغه تر خپل بري وروسته په سمدستي توګه د متحده ایالاتو په ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکې وکړې چې څو ځله یې ویلي کاناډا دې له امریکا سره یو ځای شي.
کاناډا باید د روان کال تر اکټوبر پورې عمومي ټاکنې وکړي، خو هغه همدارنګه کولي چې د څو اوونیو په جریان کې تازه نظر پوښتنې وکړي. په اوسنۍ نظر پوښتنو کې معلومه شوې چې د اوس لپاره د لیبرال ګوند په پرتله محافظه کاران یو څه د خلکو ترمنځ ډېر محبوبیت لري.