Home » سیمه او نړی » ایران د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړل

ایران د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو ادارې اعلان کړی چې یاد هېواد د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي دي.

د دې ادارې په وینا، اعدام شوي کسان په نشه‌يي توکو، جنسي تېري قصدي وژلو او دېته ورته جرمونو تورن شوي وو.

ورته مهال د ایران د بشري حقونو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي چې ایران په تېر ۲۰۲۴کال کې ۹۷۵ کسان اعدام کړي چې ۸۰ افغانان هم پکې شامل و.

د راپورونو له مخې، له چین وروسته ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ډېر کسان پکې اعدامېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...