وروسته تر هغه چې اسراییل د اماراتو تر ملاتړ لاندې د سقطري په نامه جزیرې ته ننوتل، القاعده ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن، امارات او اسراییل ته ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته اسراییل د یمن سقطري جزیرې ته یو ګام نور هم نږدې شي نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی په هیڅ صورت اسراییل ته د دې اجازه نه ورکوي چې په یمن کې خپلې شومې موخې تر لاسه کړي.
خبرپاڼه کاږي، که چېرته یاد درې هېوادونه له اسراییل سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي نو له اسراییل سره یو ځای به د اور خوراک شي.
د یادونې ده چې ځینې رسنیو راپورونه ورکړي دي چې اسراییل د اماراتو په مرسته د یمن په سقطري جزیره کې د نظامي او جاسوسي مرکزونو د جوړولو په هڅه کې دي.