د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان (یکشنبې، سلواغې ۲۱مه) له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي چې هېڅوک له دې تړانګې څخه فلسطینیان نه شي شړلی.
اردوغان وویل: “هیڅوک دا قدرت نه لري چې د غزې ولس د هغوي له دایمي ټاټوبي څخه وباسي چې زرګونه کاله هلته پراته دي.”
د ویلو ده چي تر اردوغان وړاندې هم د یو شمېر عربي هېوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بې ځایه کېدل رد کړي و. د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.
ورته مهال د جرمني صدراعظم، اولاف شولتز یکشنبې ویلي چې له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بل ځای کې مېشت کول نه منل کېدونکي او له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.
دا غبرګونه په داسې حال کې ښودل شوي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د غزې اخیستو او مالکیت تر لاسه کولو لپاره ژمن دی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې تړانګې ځینې برخې ښایي په منځني ختیځ کې نورو دولتونو ته ورکړل شي چې په بیارغونې کې یې مرسته وشي.