Home » سیمه او نړی » نایجیریا کې د تېلو د ټانکر د چاودنې په پېښه کې۷۰ کسان مړه شول

نایجیریا کې د تېلو د ټانکر د چاودنې په پېښه کې۷۰ کسان مړه شول

د نایجیریا چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۷۰کسان مړه شوي دي.

د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې چاودنه وشوه او ګڼ شمېر خلک پکې مړه شول.

د راپور له مخې د نایجیریا د بېړنیو حالاتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “تر دې دمه تر ۷۰ زیات جسدونه موندل شوي، ۵۶ تنه ټپیان شوي او تر ۱۵ زیات دوکانونه ویجاړ شوي دي.”

دغه اداره زياتوي، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي او د درملنې لپاره يې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نایجیریا کې د تېلو بیې له ۲۰۲۳ کال راهیسې لوړې شوي او د تېلو لېږد پرمهال د خوندیتوب اړوند سپارښتنو ته نه‌پاملرنه په دغه هېواد کې د ورته پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...